د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه وايي، د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور په افغانستان کې د دیني، ادبي او کلتوري یرغل لامل شوی و او هدف یې دا و چې هېواد تر اقتصادي او فکري تسلط لاندې وساتي.
هغه ټینګار کړی چې اوس په هېواد کې خپلواک اسلامي نظام حاکم دی او افغانان د خپلواکې ابادۍ لپاره هڅې کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت په واکمنېدو سره د نجونو زده کړې، د ښځو کار او د بیان ازادي سخته محدوده شوې ده او ګڼ شمېر متخصصین له هېواده وتلي یا بې دندو شوي دي.

