د پخواني حکومت د ملي امنیت مشر، ضیاء سراج د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې پاکستان د جمهوریت پر مهال طالبانو ته د یوې وسیلې په سترګه کتل؛ خو اوس یې ارزښت له لاسه ورکړی.
هغه ویلي، چې د آیاېسآی لپاره د طالبانو مشران پخوا ډېر مهم وو؛ خو د ګټو د بدلون له امله یې اوس اړیکې ترینګلې شوې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ بدلېږي او تلپاتې نه وي.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور ویلي وو پاکستان د افغانستان قوي مرکزي حکومت نه شي زغملی.
دې څرګندونو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون راوپاروه او ویاند یې دا خبرې د واقعیتونو خلاف وبللې.

