د طالبانو حکومت د مرکچي پلاوي غړی، انس حقاني وايي چې څلور کاله مخکې یې درک کړې وه چې امریکا له افغانستانه وتلو ته چمتو ده او د کابل لپاره یې پلان دا و چې د هغه وخت له حکومت سره د تفاهم له لارې ښار ته ننوزي څو د ادارو مشروعیت وساتل شي او له نړۍ سره اړیکې عادي پاتې شي.
د ده په وینا، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له ناڅاپي وتلو سره د قدرت تشه رامنځته شوه او طالبانو د حالاتو د غوښتنې له مخې کابل ونیوو.
حقاني په مرکه کې ټینګار کړی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی تړون د امریکا د ماتې نښه وه، که څه هم لوېدیځوالو ورته د سولې تړون نوم ورکړی و.
هغه وویل، د بینالافغاني خبرو پر مهال د طالبانو پلاوی مایوسه شوی و، ځکه د کابل د پلاوي هڅه دا وه چې وخت ضایع کړي او د امریکا په مشرۍ کې بدلون ته انتظار وباسي.
د نوموړي په وینا، په دې موده کې له افغان پلاوي سره خبرې یوازې د “نمایشي مجلسونو” په بڼه روانې وې.
یو شمېر افغان سیاستوال بیا باور لري چې د سولې د بهیر یو مهم شرط بینالافغاني توافق و؛ خو امریکا پرته له دې چې د افغان اړخونو ترمنځ هوکړه رامنځته شي، له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې په پایله کې یې جمهوریت سقوط وکړ او د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن شو.

