د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د جبري راستنېدونکو په اړه وروستی راپور د حکومت له لوري وڅېړل شو.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء عالي مقام په لارښوونه د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، د امر بالمعروف او د استخباراتو د عمومي ریاست په ګډون ګډ کمیسیون جوړ شو، څو د راپور د ادعاوو کرهوالی وارزوي.
د کمیسیون د څېړنو پایلې ښيي چې راپور په محدودو شخصي تجربو ولاړ دی، د میلونونو افغانانو مثبتې بېرته راستنېدنې یې له پامه غورځولي او ډېری موارد یې له شواهدو پرته یوازې د ګومانونو په بڼه ذکر کړي دي.
په راپور کې د شکنجې، غچ اخیستنې او خپلسرې نیونې په څېر سیاسي اصطلاحات کارول شوي چې د بېطرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي.
کمیسیون یوناما ته په څرګنده ویلي چې د راپور جوړولو پر اوسني میتود باید جدي بیاکتنه وشي او مسلکي نیمګړتیاوې دې اصلاح کړي.
همدارنګه ټینګار شوی چې که په راتلونکې کې د اذهانو د ګډوډولو په نیت ورته بېبنسټه راپورونه خپاره شي، «اسلامي امارت» به د خپل مسؤلیت له مخې لازم اقدام ترسره کړي.

