پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ویلي، چې د مسکو په کرکوس ښار برید کوونکی سعید اکرامي په افغانستان کې روزنه لېدلې.
دوی ویلي، چې نوموړی لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه په جعلي پاسپورت افغانستان ته تللی دی.
دا برید، چې د مسکو په یوه لوی کنسرت تالار کې ترسره شو، په سلګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی دی.

