پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Homeافغانستانذبیح الله مجاهد:امریکا د رسمیت پېژندنې برخه کې زمونږ غوښتنې نه دي...

ذبیح الله مجاهد:امریکا د رسمیت پېژندنې برخه کې زمونږ غوښتنې نه دي منلې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې امریکا د دوی د رسمیت پېژندنې غوښتنې نه دي منلې.

نوموړي ویلي، چې «اسلامي امارت» څو ځله له امریکایي چارواکو سره د رسمیت پېژندنې او د سفارتونو د سپارلو غوښتنه کړې، خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په وروستیو څلورو کلونو کې روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او ایران او چین ورسره نږدې اړیکې لري.

بل لورته شنونکي وايي، د امریکا له سیالانو سره د طالبانو حکومت نږدې والی کولای شي د کابل او واشنګټن اړیکې لا ترینګلې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here