یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانیوناما:د طالبانو حکومت له اپریل څخه تر جون پورې څلور کسان اعدام...

یوناما:د طالبانو حکومت له اپریل څخه تر جون پورې څلور کسان اعدام کړي

یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت د روان میلادي کال د اپریل څخه تر جون میاشتې پورې په بادغیس، نیمروز او فراه کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.

راپور زیاتوي، د طالبانو حکومت په دوامداره توګه د خلکو د وهلو سزاوې هم جاري ساتلي، چې له مخې یې په دې موده کې ۲۳۴ تنه، چې پکې ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم شامل دي.

یوناما همدا راز وايي، د ۲۰۲۱ اګست راهیسې د طالبانو حکومت په غزني، لغمان، فراه، جوزجان او پکتیا کې شپږ نور اعدامونه هم عملي کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here