د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ملي شورا ته ویلي چې په اسلاماباد کې څلور لوی هوټلونه ـ ماریټ، سرینا، بیسټ ویسټرن او مووین پیک ـ د پنځه لکه کلدارو په بدل کې د شرابو د پلور جواز ترلاسه کولی شي.
پاکستانۍ رسنۍ وایي،.چط د جواز کلنی تمدید فیس ۱.۵ لکه کلدارې دی او شرطونه یې د شرابو جلا ساتل او د شرابو د راوړلو پر مهال د چارواکو خبرول دي.
د دوی په خبره، دا جوازونه په مشروط ډول ورکړل شوي، چې چارواکي یې هر وخت د جواز لغوه کولو حق لري.

