رویترز د یو شمېر سرچینو له قوله لیکلي چې د امریکا تبعه افغان، محمودشاه حبیبي، درې کاله وړاندې په کابل کې د طالبانو حکومت د استخباراتو لهخوا نیول شوی.
راپور وايي، طالبانو د هغه د اپارتمان دروازه ماته کړه، اسناد او کمپیوټر یې یووړل او هغه یې پټې سترګې بیولی وو.
په ورته وخت کې یو شمېر امریکايي چارواکي وايي چې د محمود شاه حبیبي موبایل تلیفون د طالبانو حکومت استخباراتو لوی ریاست کې روښان شوی دی.
که څه هم د طالبانو حکومت د محمود شاه حبیبي له نیولو انکار کوي، خو پخواني او اوسني امریکايي چارواکي وایي، نوموړی د القاعده د پخواني مشر ایمن الظواهري په وژلو کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.
د یادونې ده چې محمود شاه حبیبي د پخواني جمهوریت د ملکي هوانوردۍ ادارې مشر و.
بل لورته بیا د طالبانو حکومت د هغه نیول کېدل ردوي.

