د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي دي؛ خو د بیرغ پرېکړه لا نه ده شوې.
د یاد وزارت ویاند شفقت عليخان ویلي، چې لوړپوړي طالب ډیپلوماټ ته د سفیر پروتوکول ورکول کېږي؛ خو په اسلام اباد کې د طالبانو د بیرغ په اړه پرېکړه لا نه ده شوې.
نوموړي زیاته کړې چې، د طالبانو سفیر ته د باورلیک وړاندې کول اړین نه ګڼل کېږي او د بیرغ په تړاو پرېکړه به د پروتوکولي ارزونې وروسته وشي.

