د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو سرپرست وزير ندا محمد نديم په غزني کې د پوهنتون د فراغت په يوه غونډه کې له نويو فارغ شويو زدهکوونکو غوښتي چې د نورو ډلو د مفکورو تر اغېز لاندې نه شي.
هغه ټينګار کړی چې افغانستان د فوق ليسانس متخصصانو او غوره فکر لرونکو ځوانانو ته اړتيا لري.
په دې مراسمو کې د طالبانو حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق، د ماليې سرپرست وزير محمد ناصر اخند، د غزني والي او يو شمېر نورو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.
نديم د غزني پوهنتون په کيمپس کې د ۳۶ ميليونه افغانیو يوه پروژه هم پرانيسته او دوه نورې يې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

