د امريکا د مرکزي استخباراتو (سياېاې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز د محمودشاه حبيبي د خراب روغتيايي حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي که د هغه د خوشې کېدو لپاره اقدام ونه شي، لا به ډېر وځورېږي.
اډمز پر خپل اېکس ليکلي چې حبيبي هره ورځ په ناوړه حالت کې دی او بايد ژر تر ژره خپل کور ته ستون شي.
هغې تر دې وړاندې ويلي وو چې د حبيبي د نيولو امر د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ورکړی و او عمليات د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزير سراجالدين حقاني تر مشرۍ لاندې شوي وو.
د یادونې ده چې محمودشاه حبيبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د «ایاراېکس» مخابراتي شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره يو ځای نيول شوی و.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو اوونۍ مخکې اعلان کړی و چې د هغه د موندلو او بېرته راوستلو په بدل کې ۵ ميليونه ډالره انعام ورکوي.
بل لورته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه وخت وړاندې ویلي و چې محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته.

