د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني مرستیال سلاکار سباستین ګورکا ویلي، چې امریکا به طالبانو ته اجازه ورنهکړي چې محمود شاه حبیبي بندي وساتي.
دا خبره د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي د ګوریکا له قوله پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
د نوموړي په خبره، سباستین ګوریکا ویلي، چې امریکا به طالبانو ته اجازه ورنهکړي چې ورور یې محمود شاه حبیبي بندي وساتي.
د یادونې ده، چې محمود شاه حبیبي له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو حکومت په بند کې دی.

