یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاناندونیزیا؛د افغانستان د ښوونځیو د تغذیې برخه کې ۳.۵ میلیونه ډالره مرسته...

اندونیزیا؛د افغانستان د ښوونځیو د تغذیې برخه کې ۳.۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام اعلان کړی چې اندونیزیا د افغانستان د ښوونځیو د تغذیې د ملاتړ لپاره ۳.۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

له دې مالي مرسته څخه به د ابتدایي ښوونځيو د ۲۰۰ زرو نجونو او هلکانو د دریو میاشتو د خوړو اړتیاوې پوره شي.

له یادې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بودیجې په مرسته به ۱۲۰۰ ټنه بسکویټ وپېرل شي.

رینا ستیاواتي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو مشرې رینا ستیاواتي ویلي، چې دا مرستې د افغان زده‌کوونکو د روښانه راتلونکي لپاره کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here