د خبریالانو نړیوال فدراسیون په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له خوا د خبریالانو پر ضد د فشارونو زیاتېدو له امله، د مطبوعاتو ازادي په افغانستان کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، یوازې د جولای په میاشت کې لږ تر لږه اووه خبریالان د طالبانو حکومت له خوا نیول شوي دي.
په تازه پېښه کې، د توانا خبري اژانس مشر ابوذر سرمپولي، د خپلو دوو همکارانو بشیر هاتف او شکیب احمد نظري سره د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت له خوا د جولای پر ۲۴ نېټه نیول شوي دي.
د طالبانو حکومت دغه کسان د یوناما، یونسکو او د ایران له حکومت څخه د مالي ملاتړ ترلاسه کولو، د ښځو د کار ملاتړ او د طالبانو پر ضد د نیوکهکوونکو مطالبو خپرولو په تور نیولي دي.

