د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت تایید کړې چې سږکال د حج په مراسمو کې ۲۰ افغان حاجیان مړه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۷ حاجیان د طبیعي ناروغیو له امله او درې نورو د ګڼې ګوڼې په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب وايي، د سږني حج لپاره له شاوخوا ۳۰ زره حاجیانو څخه څه باندې ۸ میلیارده افغانۍ راټولې شوې وې، چې نږدې ټولې لګول شوې دي.
هغه زیاتوي، له هر حاجي څخه ۲ لکه او ۸۲ زره افغانۍ اخیستل شوې وې، چې تر ډېرهیې ۲ لکه او ۷۸ زره مصرف شوي دي.
طالب چارواکي وایي د حج روانه پروسه په بریالۍ توګه ترسره شوې او د تېرو کلونو په پرتله پکې ستونزې کمې وې.

