د اوکراين ولسمشر ولادمير زلينسکي نن د ختیځ اوکراين د خارکيف سيمې له جګړهييزې کرښې څخه ليدنه وکړه.
هغه پر خپله ایکس پاڼه کې ليکلي، چې له قوماندانانو سره يې د ووچانسک ښار د دفاع، د جګړې وضعيت او روانو جګړو په اړه خبرې کړې دي.
زلينسکي زياته کړې، چې د دوی سرتېري راپور ورکوي، چې له چين، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او ځينو افريقايي هېوادونو څخه اجرتي جګړهماران د روسيې تر څنګ په جګړه کې برخه اخلي.

