د ۱۲ ورځني جګړې له پای ته رسېدو نږدې شپږ اوونۍ وروسته، د ایران چارواکو د «دفاع شورا» په نوم د یوه نوي ارګان د جوړېدو اعلان وکړ.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویلي چې دا شورا به د پوځ د دفاعي طرحو او د وسلوالو ځواکونو د پیاوړتیا وړاندیزونه په متمرکز ډول ارزوي.
د دې شورا مشري به د ایران ولسمشر کوي او د قواوو مشران، د وسلوالو ځواکونو قوماندانان او اړوند وزارتونه به پکې شامل وي.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د نوې احتمالي نښتې په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.
د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني کانال ویلي چې که څه هم اوربند شوی؛ خو دواړه لوري د احتمالي بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.
همدارنګه، د ایران د پوځ لوی قوماندان امیر حاتمي خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو ګواښونه لا هم پر ځای دي او باید په کمه سترګه ورته ونه کتل شي.

