یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانننګرهار؛په جلال‌اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د زیبا په نوم روغتيايي کارکوونکې...

ننګرهار؛په جلال‌اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د زیبا په نوم روغتيايي کارکوونکې وژلې

ځايي سرچينو ویلي چې نن سهار په جلال‌اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د زیبا په نوم روغتيايي کارکوونکې وژلې ده.

پېښه د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د طالبانو حکومت امنیې قوماندانۍ ته نېږدې رامنځته شوې ده.

د عيني شاهدانو په وينا، درې مخ پټو موټرسايکل سپاره وسله‌والو د زیبا موټر درولی، موټرچلوونکی یې د ټوپک په ګواښ نيولی او پر زیبا یې ډزې کړې چې ځای په ځای وژل شوې ده.

زیبا تېرو ۱۵ کلونو کې د ننګرهار په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې دنده ترسره کوله.

تر اوسه طالب چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او هېڅ ډلې د مسووليت ادعا نه ده کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here