په خوست ولایت کې یو ځوان د بېکارۍ له امله ځان وژنه کړې.
ځايي سرچینې وايي، دا پېښه نن د خباشخېل په سیمه کې شوې.
یاد کس شمسالله نومېده او ویل شوي چې د خرابو اقتصادي شرایطو له امله یې ځانوژنه کړې.
تر دې مخکې هم یو ماشوم په همدې ولایت کې ځان وژلی و.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله ګڼو خلکو ځان وژنه کړې.

