د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، اسلامآباد د ایران د سوله ییزې اټومي انرژۍ د ترلاسه کولو د حق ملاتړ کوي.
هغه دا څرګندونې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په یوه ګډ خبري ناسته کې وکړې.
ولسمشر پزشکیان د شنبې په ورځ په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی، چې هلته یې تود هرکلی وشو.

