پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکسپاڼه ليکلي، چې هېواد کې د برق او انرژي په برخه کې د ميرويس عزيزي هڅې ستايي.
د ښاغلي کرزي په خبره، دغه اقدام به هېواد کې ځوانانو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.
تر نوموړي وړاندې هم د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو د میرویس عزیزي دغه اقدام ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي وو.

