د روسیې په ختیځ کې د کراشینینیکوف اورغورځونکی غر نږدې ۶۰۰ کاله وروسته بېرته فعال شوی دی.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، دا غر چې په کامچاتکا ټاپووزمه کې موقعیت لري، د تېرې اونۍ له زلزلې وروسته په کې بیا اتشفشانونه راپورته شوي.
د اورغورځونې له امله ګرد او غبار شاوخوا ۶ زره متره پورته ته ختلی، خو چارواکي وايي چې دا غبار اوس له استوګنیزو سیمو لرې روان دی.

