د ايران د حکومت وياندې فاطمه مهاجراني وايي چې په اوسني پړاو کې له اروپايي هېوادونو سره د اټومي موافقې لاسليک د تهران په اجندا کې نشته.
نوموړې د سپوټنيک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې روانې خبرې له اروپايي درې هېوادونو سره له سترو پېچلتياوو مخ دي او زياتره يوازې د نظر تبادله ده، نه د موافقې هڅه.
مهاجراني زياته کړې چې که څه هم تهران له امريکا سره د خبرو رسمي مخالفت لري؛ خو له اروپايي هېوادونو سره د خبرو هېڅ خنډ نه ويني.
په همدې حال کې اروپايي درې هېوادونه هڅه کوي ايران بېرته رسمي اټومي خبرو ته راوګرځوي؛ خو اروپايي چارواکو خبرداری ورکړی چې که خبرې بېپايلې پاتې شي، د ملګرو ملتونو زاړه بنديزونه کېدای شي بېرته پر تهران ولګول شي.

