پاکستان د هغو افغان کډوالو شړل پیل کړي چې د PoR کارتونه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جولای د ۳۱مې په شپه ایالتي ادارو ته امر کړی چې دا کسان بې له ځنډه افغانستان ته واستوي، ځکه د دوی اسناد نور قانوني اعتبار نه لري.
د اعلان له مخې، پولیس او امنیتي ارګانونه مکلف دي دغه افغانان ونیسي، بندیان کړي او د شړلو پروسه پلي کړي، حتا که هغوی تر محاکمې یا بند لاندې هم وي.
پاکستاني چارواکو ویلي، له دې وړاندې په دوو پړاوونو کې زرګونه افغانان شړل شوي او یوازې هغه افغانان به پاتې شي چې له قانوني ویزو سره ژوند کوي.

