شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانایران:افغانانو ته مو د اربعین زیارت لپاره د ویزو خدمات بیرته پیل...

ایران:افغانانو ته مو د اربعین زیارت لپاره د ویزو خدمات بیرته پیل کړل

کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د افغانستان وګړو ته د اربعین د زیارت ویزو ورکولو لړۍ پیل شوې ده.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عراق لخوا د اربعین د ویزو د صدور له پیل سره هم‌مهاله، د ایران قونسلي نمایندګیو کې هم دا بهیر پيلېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اربعین د ویزو شرایط سیاحتي خدماتو شرکتونو ته رسماً سپارل شوي دي.

خبرپاڼه کې یادونه شوې چې ایران د افغان مهاجرینو له پراخ اخراج وروسته، د افغانانو لپاره د ویزو ورکړه ډېره محدوده کړې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here