د امریکا سپینېماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د نويو ګمرکي تعرفو تازه لېست خپور کړ.
په دې لېست کې د افغانستان پر وارداتي توکو تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
دا پرېکړه د اګست لومړۍ نېټې د سوداګریزو خبرو اترو له ضربالاجل څو ساعته مخکې اعلان شوه.
د امریکا د ځانګړي تجارتي استازي د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د امریکا او افغانستان د توکو ټولیزه سوداګري شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالره وه.
د امریکا صادرات افغانستان ته ۱۱.۴ میلیونه ډالره وو چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۶.۹ سلنه کمښت ښيي؛ خو واردات له افغانستان څخه ۲۲.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې ۱۳.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

