د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر ایکس لیکلي، چې په تېرو کلونو کې ارګ ته د هر واکمن له راتګ سره بیرغونه بدل شوي او خپل ګوندي بیرغونه یې د ملي بیرغ په نوم پورته کړي دي.
نوموړی وایي، ملي بیرغ باید د ملي یووالي نښه وي، نه د سیاسي اختلافاتو وسیله او دا بیرغ باید یوه معتبره شورا د ملت د اجماع پر بنسټ وټاکي.
حکمتیار خبرداری ورکړی چې د بیرغ له نومه باید د خلکو د غولولو، سیاسي شخړو، او حتی وژنو لپاره استفاده ونهشي.
نوموړي ځینې پخواني چارواکي هم تورن کړي چې د بیرغ تر نامه لاندې یې هیواد په شوروي او ناټو پلورلی و.

