د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، هېواد یې لا هم د یورانیمو د غنيسازۍ وړتیا لري او د بهرني فشار پر وړاندې به تسلیم نهشي.
عراقچي دا څرګندونې له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده، تر هغه چې ټرمپ د ایران لپاره د غنيسازۍ چارې صفر ته راوستل غواړي، هېڅ ډول توافق امکان نه لري.
نوموړي ویلي، امریکا د خبرو د بیا پیل وړاندیز کړی؛ خو تهران د باور رامنځته کولو عملي ګامونه غواړي.
عراقچي زیاته کړې، که څه هم د مذاکراتو لار سخته ده؛ خو ناممکنه نه ده.

