د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ژمنه وکړه چې هغو افغانانو سره به د اقامت په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د امریکا له پوځ او حکومت سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ده.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خبرو کې وویل، امریکا به هغو کسانو ته وفاداره پاتې شي چې د امریکا لپارهیې کار کړی او ورته ژمنې ورکړل شوې وې.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د هغو افغانانو د اخراج پرېکړه کړې چې د موقتي ساتنې وضعیت (TPS) لاندې یې ژوند کاوه.
د یاد وزارت په وینا، له دغه پرېکړې سره به شاوخوا ۱۴ زره افغانان چې له غیرقانوني لارو امریکا ته داخل شوي، له ایالاتو وایستل شي.
ټرمپ د هغو افغانانو یادونه هم وکړه چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په اماراتو کې بند پاتې دي او ژمنهیې وکړه چې د هغوی د اېستلو لپاره به «سملاسي» اقدام وکړي.
نوموړي یو ځل بیا د امریکا لهخوا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر غندلی او هغه یې د هېواد په تاریخ کې شرموونکی باب ګڼلی.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د انتقال لپاره ځانګړی دفتر تړلی، او د ویزو او پناه غوښتنې اړوند پروګرامونه یې بند کړي دي.

