جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهباقر قالیباف:اړتیا ده، چې بهر میشتي ایراني هم پارلمان کې خپل استازي...

باقر قالیباف:اړتیا ده، چې بهر میشتي ایراني هم پارلمان کې خپل استازي ولري

د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، چې بهر مېشتي ایرانیان باید په ولسي جرګه کې استازی ولري.

نوموړي د پارلماني مشرانو په نړیواله غونډه کې ویلي، چې دا رایه د ده له پخوا څخه وه او باور لري، چې ایرانی هر ځای کې ایرانی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا یو حقوقي پېچلی بحث دی، خو اصل باور یې دا دی چې باید بهر مېشتي ایرانیان هم استازیتوب ولري، او دی به دا موضوع تعقیب کړي.

هغه همداراز وړاندیز وکړ، چې هغه ماشومان چې له هېواده بهر زېږېدلي؛ خو د ایران پېژندپاڼې نه لري، باید د فرهنګي استازولیو له لارې له هېواد سره اشنا کړل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here