د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ خبرداری ورکړی چې که د لسو ورځو په موده کې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ونه رسېږي، واشنګټن به پر مسکو سختې تجارتي تعرفې ولګوي.
ټرمپ دا څرګندونې د جولای په ۲۹مه له خبریالانو سره خبرو کې وکړې او ویې ویل چې د روسیې له لوري لا هم کوم رسمي غبرګون نه دی ترلاسه شوی.
هغه ویلي، که چیرې پرمختګ ونه شي، نه یوازې روسیه، بلکې هغه هېوادونه به هم له بندیزونو سره مخ شي چې د روسیې صادرات پېرې.
ټرمپ تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د اوکراین جګړه به په یوه ورځ کې پای ته ورسوي.

