د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا ټاپوګانو شاوخوا سیمه د ۸.۸ درجې زورورې زلزلې ولړزوله، چې د سیمې په تاریخ کې تر ټولو شدیده ثبت شوې زلزله بلل کېږي.
د محلي چارواکو په وینا تر اوسه کومه مرګژوبله نه ده ثبت شوې، خو ځینې عامې ودانۍ او د ماشومانو پارک ته زیان رسیدلی دی.
بل لورته چارواکو بیا د سوېرو-کوریلسک ښار د بیړنۍ تخلیې امر هم ورکړل شوی دی.
په همدې حال کې امریکا او جاپان کې د سونامي خبرتیا سیسټمونو خبرداری ورکړی چې ښايي دا زلزله تر یو متر لوړې سونامې څپې راولي.

