د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبتالله اخندزاده، وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ اختلاف، جګړه یا او یا ډلبازي نه ده شوې.
نوموړي د هرات د علماوو شورا له غړو سره په کندهار کې لیدنه کې وویل چې علما د دین ساتونکي دي او باید د حکومت له لارې شریعت پلی کړي.
هغه زیاته کړې چې د «اسلامي امارت» د احکامو په تطبیق سره د فتنو مخه نیول کېږي، خو د فرمانونو نه پلي کېدل اختلاف رامنځته کوي.

