د عراق د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي چې له دې وروسته به افغانان د نجف نړیوال هوايي ډګر له لارې دې هېواد ته د ننوتو اجازه ونه لري.
دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې، د چارواکو په وینا، ګڼ شمېر افغانان د مذهبي زیارت په پلمه عراق ته داخلېږي؛ خو بیا هلته د کار لپاره پاتې کېږي.
د “دجله نیوز” لهخوا ترلاسه شوي رسمي سند پر بنسټ، دغه بندیز پر هغو افغان کورنیو نه عملي کېږي چې د قانوني بېرته ستنېدو ټکټ ولري.

