د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په تېرو درې اوونیو کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز فعالان د طالبانو حکومت د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت له لوري په کابل او یو ولایت کې نیول شوي دي.
دغه مرکز یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د رسنیو پر وړاندې د فشارونو له زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د نیول شویو کسانو بېقید او شرطه خوشېکول یې غوښتي دي.
په نیول شویو کسانو د نجونو لپاره د زدهکړو کورسونو جوړولو، له بهرنیو رسنیو سره تخنیکي همکارۍ او د نهتایید شویو راپورونو چمتو کولو تورونه لګول شوي.
د خبریالانو مرکز دا نیونې د بیان ازادۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه بللې ده.

