د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د ازبکستان–اسلاماباد د اوسپنې پټلۍ امنیت به تأمینوي.
ډان ورځپاڼې ویلي، چې دا ژمنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار د وروستي سفر پر مهال شوې.
د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزیر حنیف عباسي ویلي، چې د طالبانو حکومت له دې پروژې ملاتړ کوي.
یاد ریل به د افغانستان له لارې ۸۵۰ کیلومتره اوږد د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ نښلونکی خط وي.
دا ژمنه وروسته له هغه شوې چې د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د امکانسنجۍ هوکړه هم په کابل کې لاسلیک کړې وه.

