د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده تازه امر کړی چې هغه کتابونه چې “منحرف” بلل شوي، له کتابپلورنځیو، کتابتونونو، مدرسو او پوهنتونونو څخه باید راټول شي.
راپورونه ښيي چې ګڼ مذهبي، فکري او کلتوري آثار لکه د خلیل جبران «پیغمبر» او د یووال نوح هراري «انسان خردمند» کتابونه له لاسرسي ایستل شوي.
د دې پریکړې د پلي کېدو لپاره د طالبانو حکومت اړوند وزارتونو ګډه ناسته کړې.
دغه اقدام په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي او د بیان ازادۍ او فکري محدودیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

