شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانایران:د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنه لاهم د ارزونې لاندې ده

ایران:د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنه لاهم د ارزونې لاندې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنه د ایران د حاکمیت موضوع ده، او هر وخت چې تهران یوې پرېکړې ته ورسیږي، خپل رسمي دریځ به اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران له افغانستان سره پراخ تماسونه لري او غواړي دا اړیکې دوام ومومي.

هغه ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو ټولو خبرو کې د ایران د حقابې موضوع له افغان لوري سره یاده کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here