وروسته تر هغې، چې حماسه میډیا د برېتانوي جوړې د خلاصون په بدل کې له برېټانیا د سفارت غوښتنه او د افغانستان انټرنشنال د خپرونو بندیدو په اړه معلومات خپاره کړل؛ تازه د پخواني حکومت د پکتیا والي محمد حلیم فدايي لیکلي، چې دا ډله د بهرنیانو د اختطاف په مقابل کې سفارت غواړي.
هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې« اوس یې خوند وکړ؛ په اختطاف کولو او یرغمل کولو سره سفارت غواړې!!!»
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې حماسه میډیا ته یو باوري سرچینې ویلي وو، چې طالبان د یوې بریتانوي جوړې د خوشې کېدو په بدل کې له دغه هېواد غواړي، چې سفارت ورکړي او د افغانستان انټرنشنال خپرونې بندې کړي.

