د شمالي کوریا د مشر خور، کیم یو جونګ، ویلي، پیونګیانګ نه له جنوبي کوریا سره خبرو ته لېوالتیا لري او نه هم کوم دلیل ویني چې خبرې دې وشي.
نوموړې دا څرګندونې د جنوبي کوریا د نوي ولسمشر، لي جهمیونګ، د نرمې تګلارې په غبرګون کې کړې دي.
کیم یو جونګ ټینګار کړی چې د دواړو کوریاوو اړیکې “د نه بېرتهراګرځېدونکي ټکر” حالت ته داخلې شوي.
شمالي او جنوبي کوریا له ۱۹۵۳م کال راهیسې رسمي سوله نهده کړې.

