شیعه عالم واعظزاده بهسودي ویلي، په دشت برچي کې یې دیني دفتر چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت لهخوا تړل شوی و، بېرته پرانیستل شوی دی.
نوموړي ویلي چې دا دفتر د نامعلومو شکایتونو له امله تړل شوی وو، چې یوه “دسیسه” بلل شوې ده.
بهسودي تر دې وړاندې د مهدویه جومات له سرپرستۍ استعفا کړې وه او ویلي یې وو، چې د طالبانو حکومت بې له ملي تفاهم او نړیوال ملاتړ بریا ته نه شي رسېدای.

