شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانامیرخان متقي عباس عراقچي ته:د ایران له خاورې افغان کډوال باید په...

امیرخان متقي عباس عراقچي ته:د ایران له خاورې افغان کډوال باید په باعزته ډول را وویستل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان کډوالو د اخراج روانه لړۍ د اندېښنې وړ بللې او له ایراني لوري یې غوښتي چې د کډوالو د ایستلو پر مهال د درناوي او تدریج اصل ته پام وکړي.

متقي ټینګار کړی چې باید له افغان کډوالو سره انساني چلند وشي او د هغوی حقوقو ته درناوی وشي.

په همدې حال کې بیا عراقچي، متقي ته ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو حقونه به خوندي وي او د هغوی د ایستلو بهیر به له درناوي سره، تدریجاً ترسره کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here