ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، د طالبانو حکومت د امنیت، سولې او عمومي عفوه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
هغه ویلي، چې په هېواد کې لا هم بېدلیله نیونې، غیرانساني شکنجې او د پخوانیو سرتېرو هدفي وژنې روانې دي.
فایق دا کړنې د اسلامي ارزښتونو، نړیوال بشري قانون او انساني وجدان خلاف بللي.
نوموړي ټینګار کړی چې طالبان له ظلم، بېعدالتۍ، د ښځو له محرومیت او فرهنګي دښمنۍ سره حکومت نه شي کولی.

