په ترکمنستان کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د بیلاروس له سفیر سټنیسلاو چپورنوی سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي همکاریو، پانګوالو فرصتونو او د پلاوي تګ راتګ په اړه یې بحث کړی دی.
د طالبانو حکومت سفارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د هر اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
بلخوا، په قرغیزستان کې هم د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست د قطر له سفیر سره د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پر موضوع خبرې کړې دي.

