د پاکستان پوځ ویلي، چې د سوات په ولسوالۍ کې د استخباراتي نښتې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (TTP) درې غړي وژل شوي دي.
د دوی په وینا، وژل شویو کسانو کې یو تن افغان وګړی رحمانالله رحماني دی، چې د نورستان ولایت اوسېدونکی و.
پوځیانو د خپلو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او تر دې دمه د طالبانو حکومت هم په دې اړه رسماً غبرګون نه دی ښودلی.

