د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار ویلي چې هېواد یې د افغانستان د ثبات او ګډو ګټو لپاره د هر مثبت اقدام ملاتړ کوي؛.خو نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د امریکا په اتلانتیک شورا کې له خبریالانو سره خبرو کې کړې.
اسحاق ډار ویلي، پاکستان تر اوسه طالبان په رسمیت نهدي پېژندلي؛ خو د نورو هېوادونو په څېر یې له دې ډلې سره بشردوستانه اړیکې تر دیپلوماتیکو لوړې کړې دي.
هغه د افغانستان له مخالفو ډلو سره د خبرو احتمال رد نه کړ؛ خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان د نهمداخلې اصل ته ژمن دی.
ډار زیاته کړه، پاکستان ترورېزم کې تر ټولو ډېر زیان لیدلی، زرګونه کسان یې له لاسه ورکړي او میلیارډونه ډالر یې مصرف کړي، څو دا ګواښ مهار کړي.
نوموړي دا هم وویل چې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه د هغه هېواد خپلواک تصمیم دی؛.خو پاکستان دا وخت مناسب نه ګڼي چې طالبان په رسمیت وپېژني.

