جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهعربي هېوادونو؛د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی

عربي هېوادونو؛د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی

یو شمېر عربي هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندلو په اړه د فرانسې له پرېکړې هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه «تاریخي» بللې او د فلسطین د خپل برخلیک ټاکلو حق یې ګڼلی.

سعودي عربستان له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د فرانسې په څېر فلسطین په رسمیت وپېژني.

قطر، عمان او کویت هم په جلا جلا اعلامیو کې د فرانسې دا ګام مثبت، مشروع او د عادلانه حل پر لور بللی دی.

فرانسوي ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، پاریس به د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here