اروپايي اتحادیې او جاپان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابوالي او د بشر حقونو د وضعې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت باید د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو حقوقي ژمنو ته پوره درناوی وکړي.
اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې افغانستان باید د ترهګرۍ لپاره په امن پناهځای بدل نه شي.

