د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به په نږدې راتلونکې کې اسلاماباد ته سفر وکړي.
د دغه وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي او د سفر نېټه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان به د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني که نه، وویل چې دا موضوع دا مهال یوازې اټکل دی او کوم رسمي تصمیم نهدی نیول شوی.

